یکنانیوز د آسټریا په پلازمینې ویانا کې د ایران د کلتوري سلایارئ په حواله راپور راکوي، د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد(ص) د زېږېدو د ۱۵۰۰ کلیزې د لمانځنې په مناسبت، د ایران د یوه مشهور ډایریکټر مجید مجیدي په پروډیوسرئ سره د محمد (ص) نومې فلم نړیوالو ته د معرفي کولو په مناسبت یوه ناسته «د نړۍ لپاره د همدردۍ او انساني پیوستون پیغام: په عنوان سره د ۱۴۰۴ کال د وږي یا سنبلې د میاشتې په ۲۱ (د ۲۰۲۵ کال د سټمبر ۱۱ ) د ماسپښین له څلورو بجو تر شپږو بجو پورې د مرکزي اروپا د وخت (CEST) له مخې، د آسټریا په پلازمینې ویانا کې ترسره کیږي.
دا غونډه د ایران د کلتوري سلایارئ او د ماشومانو او ځوانانو د فکري پراختیا د مرکز په ملګرتیا سره ، د ایراني هنر او سینما د مینهوالو او د حضرت محمد(ص) د بېساري شخصیت د مینهوالو په ګډون ترسره کیږي.
د دغه پروګرام تر ټولو مهمه برخه به د محمد(ص) فلم د لیکوال او ډایریکټر مجید مجیدي ځانګړی پیغام وي.
همدارنګه، (نوموتی ایرانی لیکوال او ډایریکټر)، محمدرضا ورزي، د سیاسي فلسفې، کلتوري او تمدني مطالعاتو استاد ډاکټر رضا غلامي او په آسټریا کې د نظري هنرونو څېړونکې ملیحه نوروزي به د دغې ناستې د آنلاین او حضوري ویناوالو په توګه وینا وکړي.
دا غونډه، چې د حضرت محمد(ص) د ژوند د سینمائي لیدلوري له مخې د همدردۍ او انساني پیوستون د پیغام د انعکاس په موخه ډیزاین شوې، په ویانا کې د ایرانیانو د حکمت په کور کې به ترسره شي.
https://iqna.ir/fa/news/4302963